د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ددغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري د (ملي قوماندې ادارې) بېړنۍ ناسته رد کړې ده.
نوموړي ویلي چې لا یې د اټومي وسلو د سناریو په تړاو بحثونه نه دي کړي.
تر دې دمخه ویل شوي و چې د لومړي وزیر په مشرۍ د اټومې وسلو د ساتنې او کارونې ادارې ناسته کړې ده.
یاده دې شي چې د پاکستان پر نظامي هوايي اډو د هند تر بريدونو وروسته، پاکستان رسماً د هند پر وړاندې د (بنيان المرصوص) په نوم عمليات پيل کړي دي.