فاریاب کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو اړوند لومړۍ پلي لواء د تخنیک آمریت له لوري ۱۲۵ بېلابېلې سپکې او درنې وسلې بیارغول شوي دي.
ددغې قول اردو مسوولینو ویلي چې دا وسلې په تېرو دوو میاشتو کې بیاځلې رغول شوي.
په دې وسلو کې ۶ روسي دهشکې، ١٠ روسي پیکا، ١٦ کلاشینکوف، ۳ میله مسلسل آر پیکا، ٢٣ اېم ٢٤٠، ٨ اېم ٢٩٤، ٤٥ اېم ١٦، اېم ٢ دهشکې او ۵ دافع هوا شاملې دي.
یاده دې شي چې د ملي دفاع وزارت په هلو ځلو تر دې دمخه هم زرګونه وسلې او پوځي وسایط بیاځلې رغول شوي او ګټې اخیستو ته چمتو شوي دي.