د حوثيانو د کورنيو چارو وزارت د يمن پر حديدې ښار د اسراييلو د صهيونېست رژيم له بريده خبر ورکړی دی.
د صهيونېست رژيم د تازه بريد خبر څو ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي، چې د حوثي ځواکونو له لوري د ياد رژيم پر لور یو ویشتل شوی توغندی شنډ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.