د ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء ۳۸ تنه ځوان منسوبین د ډيسي توپ له یو مياشتني عملي او نظري زده کړو وروسته فارغ شول.
ياده قول اردو وايي، په جوړو شويو مراسمو کې د محمدي لواء د اپراسيون امر ملا شفيعالله ايوبي د مجاهدينو لپاره د مسلکي کورسونو پر رامنځتهکېدو ټينګار کړی او له منسوبينو يې غوښتي، چې اړوند برخو کې خپله پوهه او مهارتونه لا ډېره کړي.
د ويلو ده، چې د يادې قول اردو له بېلابېلو لواء ګانو څخه تر دې وړاندې هم يو شمېر مجاهدين د درنو وسلو له زدهکړو فارغ شوي دي.