د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) له مشر اډوين سينيزا سلاوډر، د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان د پوليو ټيم له مشر منديپ راټې او د روغتيايي سکټور اړوند مسوولينو سره کتلي دي.
ياد وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د ترسره شويو خدمتونو، روغتيا په برخه کې د شته ستونزو د حل، روغتيايي سيسټم د پياوړتيا، روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې، پوليو ناروغي د له منځه وړلو او د سرطان ناروغيو جوړېدونکي روغتون لپاره د وسايلو برابرولو په تړاو ژمنې شوې دي.
دغه راز د روغتیا نړيوال سازمان له لوري په هېواد کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو پر ملاتړ او د روغتیا په برخه کې د نړيوالو مرستو د راخپلولو په تړاو خبرې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ملګرو ملتونو یوه تخصصي اداره ده، چې په ۱۹۴۸م کال کې یې بنسټ کېښودل شو. دا سازمان د عامې روغتیا د نړیوالو ستونزو د حل، ناروغیو د مخنیوي، درملنې، څارنې، او د غړو هېوادونو د روغتیايي سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.