ډېر لوستل شوي

ترکیه کې د کردانو کارګر ګوند وسلې پر ځمکې کېښودې

ترکیه کې د کردستان کارګر ګوند غړو په دې هېواد کې وسلواله جګړه پای ته رسولې ده.

دغه ګوند له ۴۰ کلنې وسلوالې مبارزې وروسته خپلې وسلې پر ځمکې ایښې دي.

د یاد ګوند مشر ویلي چې د خپلواک هېواد پر ځای یې یوازې د کردانو پر بشري حقونو بسنه کړې ده. د کردستان کارګر ګوند مشر تېره فبرورۍ میاشت کې پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې دا ګوند منحل کړي.

یاده دې شي چې کردانو له ۱۹۸۴ زېږدیز کال راهیسې د خپلواک کردي دولت په پار وسلواله مبارزه کوله چې لسګونه زره کسان یې وژل شوي وو او اوس یې خپله مبارزه پای ته رسولې.

اړوند خبرونه