د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت د قوماندانۍ له ۱۰۶ مې دورې څخه په لسګونه تنه ساتونکي د مسلکي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
ياد وزارت وايي، دغه ساتونکي به د هېواد په کچه د خصوصي سکتور، ملي او نړيوالو پروژو او عامه شتمنيو د ساتنې لپاره وګمارل شي.
د يادې قومانداني مسوولينو او ښوونکو فارغانو ته د هېواد خدمت ته د ژمنتيا سپارښتنې کړې او دغه راز يې د بریا ليکونه هم ورکړي دي. د ويلو ده، چې دغه مراسم د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ښوونیز مرکز په قوماندانۍ کې ترسره شول، چې پکې د یادې قوماندانۍ مسوولينو، ښوونکو او منسوبینو ګډون کړی وو.