په کينيا کې يوې محکمې پرېکړه کړې، چې په تېره اداره کې د ولسي جرګې پخوانی مرستيال ظاهر قدير امريکا ته وسپاري.
د نوموړي وکيل ډاډ ورکړی، چې دوی به له محکمې تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې د هغه د سپارلو د ځنډولو غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت تر دې وړاندې په دوحه کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارلې، چې د کينيا له سفارت سره د ښاغلي قدير موضوع شريکه کړي.