د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې هېواد سره د ۱۴۲ ميلياردو ډالرو په ارزښت دفاعي تړون لاسليک کړی دی.
د الجزيرې راپو له مخې، دا د سعودي عربستان له لوري په امريکا متحده ايالتونو کې د ۶۰۰ ميلياردو ډالرو د پانګونې ژمنې يوه برخه ده.
راپور زياته کړې، چې ټرمپ د پلازمېنې رياض په يوه پانګوال فورم کې د سوريې پر وړاندې د امريکا د بنديزونو د لرې کېدو خبره کړې او ويلي يې دي، چې سوريه بايد وړاندې لاړه شي.
د يادونې وړ ده، چې د ټرمپ دا څرګندونې او تړونونه د منځني ختیځ په سیاسي او اقتصادي معادلو کې د بدلون یو پیل بلل کېدای شي، چې پایلې به یې نه یوازې پر سیمه، بلکې پر نړیوال سیاست هم اغېز وکړي.