د کورنيو چارو وزارت د عامه خونديتوب ځواکونو د کوکنارو د کر کيلې له منځته وړلو د سرتاسري کمپاين په دوام، په بدخشان کې د ارګو او بهارک ولسواليو اړوند سيمو کې له ۲ زره او ۶۰۰ جريبه ډېره ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړې ده.
د ياد وزارت د عامه خونديتوب رياست رييس ملا عبدالرحيم ظهير د يادو عملياتو له پرمختګ خوښي ښودلې او په دې برخه کې يې د مبارزې پر دوام ټينګار کړی دی.
ښاغلي ظهير دغه راز د بدخشان له ولسونو د نشهيي توکو د کر او توليد د بشپړ له منځه وړلو په برخه کې له امنيتي ځوکونو سره د هر اړخيزې همکاري غوښته کړي ده.
د يادونې وړ ده، چې د ياد وزارت له لوري په دې ولايت کې تېر کال هم ورته عمليات شوي وو، چې د کوکنارو د کر سيمې د پام وړ پاکې شوي وې.