د لوګر او پکتيا پر لويه لار د تېرې کوتل اړوند سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله د يوه ماشوم په ګډون دوو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز تېره ورځ په محمد اغې ولسوالۍ کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ټپيان شوي دي. د يادې ترافيکي پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو تر دې وړاندې د ورته پېښو لاملونه د ترافيکي اصولو نه مراعتول او د موټر چلونکو بېپامي ښودل شوې ده.