د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپل رسمي اېکس دې ولایت کې د یوې اورلګېدنې خبر ورکړی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد ویلي چې دا اور د دیارلسمې حوزې اړوند د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوی دی. د نوموړي په قول، دې پېښې درې تنه ژوبل کړي او سلګونه زره افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.
یاده دې شي چې د کندهار د اطفایې مامورین پر وخت د اورلګېدنې سیمې ته رسېدلي او د دوه میلیونه افغانیو مالي زیان مخه یې نیولې ده.