ډېر لوستل شوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د لغمان پراختیا او ابادۍ ته به ځانګړې پاملرنه وشي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن (سه‌شنبه، سلواغې ۲۴مه) لغمان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د قومي مشرانو، علماوو او مسوولینو په یوې لویه ناسته کې ګډون کړی او د لغمان ولایت د ابادۍ ژمنه یې کړې ده.

په دې غونډه کې د لغمان والي قاری  ذین العابدین عابد د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د لغمان د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه یې مالومات ورکړل. هغه وویل، چې د لغمان په کچه د ادارو او ولسونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې، ولسونه له اسلامي امارت سره همکار دي او دوی د خلکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.

د لغمان د علماوو شورا  رئیس مفتي محمد سلیم حقاني په خپله وینا کې، د نظام او ولس تر منځ همغږي مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې موږ په تېر کې پیاوړې امپراطورۍ  ته ماته ورکړې او اوس د هېواد پر بیارغونې او اقتصادي پياوړتیا بوخت یو.

دی وړاندې وایي چې د افغانستان ولسونه ازمایل شوي څېرې پېژني او د افغانانانو د دین هیواد او پرمختګ مخالفین بیاځلې نه غواړي.

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین شیخ زر محمد حقاني وویل، په سپېڅلي جهاد کې ټولو افغانانو ونډه درلوده او د اوسني اسلامي نظام خدمات هم له توپير پرته د ټولو ولسونو لپاره دي.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍په دې غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو وزارت مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي وویل، د ولس په همکارۍ اشغال ختم او اسلامي نظام راغی  او اوس د اسلامي نظام کلک ملاتړ کوي او ولسونه باید چاته د بغاوت او مخالفت اجازه ورنه کړي.

هغه وویل: د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس، خویندو ته میراث ورکړئ، په بدو کې به یې نه ورکوئ، ولور مه اخلئ، په ښځو به شاقه کارونه نه کوئ، امید دی چې تاسې د دې فرمان په تطبیق کې همکاري وکړئ.

د لغمان د ولسونو او قومونو په استازولۍ مولوي عبدالحمید هاشمي وویل، د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي نظام له برکته اوس په ټول هېواد کې آمن دی، فساد له منځه تللی، جنايي پېښې کمې شوي د هر چا حقوق تأمین دي او ولسونه په خپلو چارو بوخت دي.

ده  په لغمان کې د بندونو، عمومي او فرعي سړکونو، د ښوونځيو د ودانیو رغولو، روغتیايي او انکشافي پروژو د پلي کولو او په لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو او د لغمان د اداري واحدونو د پراختیا غوښتنه هم وکړه.

په دې غونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن د جهاد د شهیدانو ارمانونه پوره شوي، اسلامي امارت عمومي عفوه کړې، څوک چې له دې عفوې استفاده کوي، زموږ افغانان ورونه دي، نه ورته پېغور ورکوو، نه اخطار ورکوو او نه ورته د زیان رسولو اراده لرو.

هغه، پرهغوافغانانو چې د پردیو دلمسون او پروپاګنډ په پایله کې له هېواده وتلي غږ وکړ، چې هېواد ته را وګرځي او په خپل کور کې د ارامۍ او عزت ژوند غوره کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت لکه څنګه چې  په افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.

نوموړي وویل، لکه څنګه چې اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې ښه ځلېږي همداسې به په اقتصادي میدان کې هم ځلېږي او ژمنه یې وکړه، چې په لغمان کې به د پراختیايی چارو په برخه کې ځانګړې پروژې عملي شي. هغه وویل، د سترو او کوچنیو بندونو اوسړکونو رغول او د روغتیايي چارو ترسره کول به په لغمان کې د پراختیايي چارو په سر کې ځای ولري.

مولوي عبدالکبیر وویل، چې په لغمان کې به د شاړو ځمکو او ځنګلونو د ابادولو په برخه کې هم کار وشي، د لغمان ځوانانو ته به کار موندنه وشي او د لغمان حاصلاتو ته به بازار موندنه وشي.

هغه د دوحې غونډې ته په اشارې وویل، دغه ناسته به د نړۍ او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان رښتینی وارث اسلامي امارت دی چې د ولسونو په همکارۍ به یې له ستونزو څخه را وباسي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لغمان له قومي مشرانو، متنفذینو او عامه وګړو سره په داسې حال کې ګوري چې پرون (دوشنبه، سلواغې ۲۳مه) په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون درې ورځنی نړیوال کنفرانس هم پای ته ورسېد.

اړوند خبرونه