افغان او ایراني ځواکونو پرون(سهشنبه، سلواغې ۲۴مه) د هرات په اسلام کلا بندر کې د همغږۍ ناسته کړې ده.
د افغانستان او ایران سرحدي ځواکونو په اسلام کلا کې پر سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ورته نورو مسایلو غږېدلي دي.
یاده ناسته د هرات ولایت د کمیسارۍ په انګړ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پینځمې سرحدي لوا قوماندان برید جنرال محمد رحيم خادم په مشرۍ ترسره شوه چې د ایران لوري د سرحدي ځواکونو مرستيال محمد رضا بیات او د يادو سرحدي ځواکونو لومړی مرستیال سرهنګ شيدا هم پکې ګډون درلود.
په دغه دوه اړخيزه ناسته کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د سرحدي همکاریو پر لا زیاتوالي او د سرحدي ستونزې پر هوارۍ خبرې اترې وشوې.
د اسلامي امارت سرحدي مسوولینو ایراني لوري ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د غوره اړیکو پر پاللو یې ټینګار کړی.
ورته مهال ایراني پلاوي هم د ملي دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو د همکارۍ څخه خوښي ښودلې ده او د همکاریو د لا زیاتوالي خبر یې ورکړی.