ډېر لوستل شوي

امنیتي ځواکونو غزني کې دوه ماشومان ژغورلي

د غزني امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي چې ددې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې دوه ماشومان له مرګ څخه ژغورل شوي دي.

ویل کیږي چې دا ماشومان د یوې سمڅې لاندې شوي وو چې امنیتي ځواکونو ژغورلي او روغ رمټ خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

دې ماشومانو د کورونو د رنګولو په پار له یوې سمڅې سپینه خاوره راوړله چې سمڅه پرې رالوېدلې وه.

د غزني د امنیه قومندانۍ له قوله، امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې سیمې ته ورغلي او یاد ماشومان روغ رمټ خپلو کورنیو ته ستانه کړي دي.

اړوند خبرونه