ډېر لوستل شوي

روسيې پر کييف د بې‌پېلوټه الوتکو او توغنديو بريدونه کړي

اوکرايني چارواکي وايي، چې روسيې يو ځل بيا پر کييف د بې‌پېلوټه الوتکو او توغنديو بريدونه کړي دي.

رويټرز د کييف ښاروال ويتالي کليچوکو په حواله ويلي، چې د ژغورنې کارکوونکي اغيزمنو سيمو ته ليږل شوي او ټپيانو سره تر لومړنيو روغتيايي مرستو وروسته مرکزي روغتون ته استول شوي دي.

په دې پېښه کې د ټپيان شمېر اته تنه ښودل شوی او دغه راز د خبرداري زنګونه هم غږول شوي دي. پر کييف د مسکو دا بريد په داسې مهال کېږي، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې هېواد يې د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره د هوکړې په مسودې کار کوي.

اړوند خبرونه