ډېر لوستل شوي

پنجاب کې سختو توپانونو ۱۴ تنه مړه او ۹۲ نور ټپيان کړي

د پاکستان په پنجاب ايالت کې د تېرې ورځې د سختو توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۹۲ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ياد ايالت د طبيعي پېښو د مديريت ادارې (PDMA) د معلوماتو له مخې راپور وکړی، چې دغو سختو توپانونو په راولپندۍ، جهلم، شيخ‌پوره، ننکانه او د لاهور ښار په بېلابېلو سيمو کې مرګ‌ژوبله رامنځته کړې ده.

د چارواکو په وينا، په اغېزمنو سيمو کې ګڼ خټين کورونه هم زيانمن شوي دي. د راپور پر بنسټ، دغو سختو توپانونو د لاهور د علامه اقبال نړيوال هوايي ډګر چارې هم سختې اغېزمنې کړې دي.

اړوند خبرونه