د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي چين ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د يوه مهم نړيوال اقتصادي او سوداګريز فورم په پرانيستغونډه کې ګډون وکړ.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې فورم کې يې په افغانستان کې د رامنځته شويو اقتصادي زمينو په تړاو وينا کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دغه فورم کې د ګڼو هېوادونو وزيرانو او استازو هم ګډون کړی دی.