په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د ياد هېواد د پخواني بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په یادغونډه کې ګډون کړی دی.
په ايران کې د افغانستان سفارت وايي، په دې تلين غونډه کې د ايران لوړپوړو دولتي چاروکو او د ګڼ شمېر هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماټانو ګډون درلود.
ويلکېږي، په دې غونډه کې د عبداللهيان له سياسي خدمتونو يادونه شوې او په ورته مهال د سيمې د ثبات، تفاهم او همکارۍ پر ارزښتونو هم ټينګار شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د ايران پخواني ولسمشر ابراهيم رييسي او د دې هېواد د بهرنيو چارو پخواني وزير عبداللهيان په هوايي پېښه کې خپل ژوند له لاسه وکړ.