ډېر لوستل شوي

د امریکا په «کارولینا» ایالت کې ۱۱ کسان په ډزو ټپیان شوي

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې تېره شپه په جنوبي کارولینا ایالت کې د ډزو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي دي. 

د اسوشټېډ پرېس د راپور له مخې چې دا برید په ځايي وخت تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کارولینا  ایالت په یو ساحلي ښارګوټي کې شوی دی. 

امریکایي چارواکو دا برید تایید کړی، خو د پېښې د نوعیت، لامل او د ټپیانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې او لسګونه کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

په امریکا کې دا ډول بریدونه تر ډېره په بازارونو، تفریحي پارکونو، ښوونځیو او له ګڼې‌ګوڼې په ډکو ځایونو کې کېږي، او ډېر ځله پر امریکايي حکومت د امریکايي وګړو توندې نیوکې هم راپاروي.

اړوند خبرونه