ډېر لوستل شوي

له شپږ مياشتنيو زده‌کړو وروسته؛ ۴۰۰ نوي پولیس د خدمت ډګر ته چمتو شول

د کابل امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې لوی مديريت اړوند د حضرت حمزه “رض” د پوځي معسکر په اتمه دوره کې د ۴۰۰ تنه پوليسو له فراغت خبر ورکړی دی.

ياده قوماندانۍ وايي، په دې دوره کې ۸۲ تنه افسران، ۱۳۳ تنه ساتنمنان او ۱۸۵ تنه ساتونکي دي، چې د شپږو مياشو زده‌کړو له بشپړېدو وروسته فارغ او سندونه يې ترلاسه کړي دي.

په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال ملا رحمت‌الله حاجي نجيب، د دې وزارت امنيتي چارو معينيت د دفتر رييس ملا احسان‌الله سهيل، د کابل والي ملا امين‌الله عبيد، د ياد ولايت د استخباراتو رييس ابو خالد او د کابل امنيه قوماندان ملا ولي جان حمزه په ګډون ګڼو چارواکو او مسوولينو ګډون کړی وو.

د ويلو ده، چې د شپږو اونیو په لړ کې ټولو منسوبينو ته له خلکو او ولس سره د مسلکي چلند، د قرانکریم ترجمه، نبوي سيرت، جمع نظام، د چک پواینټ اصول، تکواندو، پولیسي عملیات او اړینې نظري، عملي او مسلکي زده کړې ورکړل شوې.

اړوند خبرونه