پر غزې د اسراییلي صهیونیستي رژیم له یرغل راهیسې تازه اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې ۶۶ زره اسراییلي عسکر رواني درملنې ته اړتیا لري.
رسنیو د زرګونه اسراییلي کورنیو په حواله لیکلي چې د دوی عسکر له سختو رواني ستونزو او ټولنیزو اختلالاتو ځورېږي، او رواني درمنلې ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې چې پر غزې د صهیونیستي رژیم له یرغل وروسته ۳۵ اسراییلي عسکرو ځانوژنې هم کړې دي.
تر دې مخکې هم ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې پر غزې د اسراییلي رژیم د یرغل لپاره له زرګونو رواني ستونزو سره مخ پوځیانو کار اخیستل شوی دی.
دا راپورونه داسې مهال دي چې په وروستیو کې یو شمېر هېوادونو پر غزې د اسراییلو صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندلي او د ځینو لخوا اسراییلو ته د ملګرتیا د پرېکون خبرداری هم ورکړ شوی دی.
تېره شپه د جرمني لومړي وزیر هم خبرداری ورکړ چې اسراییلي عسکرو په غزه کې د ماشومانو په نښهکولو سره د بشري حقونو نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.