د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراجالدین حقاني د وزارتونو د دفترونو رییسانو د سیمینار په پایغونډه کې مسوولین مخاطب کړي او ټینګار یې کړی چې د ولس ستونزو ته دې پر وخت، اخلاص او ژمنتیا رسېدنه وشي.
خلیفه حقاني په دې غونډه کې ویلي چې د اسلامي نظام حیثیت باید تر شخصي ګټو او مقامونو ډېر ارزښت ولري، او مسوولین دې د اسلامي نظام د پياوړتیا لپاره دوامدارې هڅې وکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ظرفیت لوړونې سیمینار په دې پای غونډه کې ډاډ ورکړی چې د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیا، عامه خدمتونو د معیاري کولو، او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرلهپسې هڅې روانې دي، او امیرالمومنین حفظه الله د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو رامنځته کېدو، خلکو ته د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانونجوړونې لپاره شپه او ورځ کار کوي.
“د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري، خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ. که چیرې کومه پیچلتیا وي، هلته دې له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغوښتل شي؛ خو د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بېځایه او له دلیله پرته ونه ځنډېږي.”
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني همداراز مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له ولس سره ښه چلند ولري او د نظام صادقانه استازیتوب وکړي.