ډېر لوستل شوي

په لسو ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۱۰ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (جمعه، د غبرګولي ۹مه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او  پنجشیر ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.

هواپېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز د سالنګونو په ګډون په شمالي، سویلي، ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

هواپېژندنې ادارې پرون هم د نن ورځې لپاره په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی و. 

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې ورښت او سېلابونو د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته پر مرګ‌ژوبلې سربېره درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

اړوند خبرونه