ډېر لوستل شوي

د وزیر اکبرخان تپې نه تر غزې پورې د خواخوږۍ غږ

د کابل ښار په وزير اکبرخان تپه کې لسګونه کسانو د غزې له مظلومو مسلمانانو سره د ملاتړ په موخه سوله‌ييز لاريون وکړ.

په سيمه کې د اميد راډيو خبريال وايي، لاريون‌وال چې د اسلامي غيرت او انساني وجدان له مخې راټول شوي وو، د صهيونيستي رژيم وحشيانه بمبارۍ، کلابندۍ او روانې نسل‌وژنې ته خپل غبرګون وښود.

لاريون‌والو د شعارونو له لارې د غزې د ملت پر حق‌والي، مظلوميت او استقامت ټينګار کوي او د فلسطيني داعيې سره يې خپل پيوستون څرګند کړ.

اړوند خبرونه