د پروان ولایت سلګونه دیندوستو او ښه احساس لرونکو خلکو نن د جمعې تر لمانځه وروسته د غزې د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ سولهييز لاريون وکړ.
لاريونوالو په غوڅو ټکو د صهيونيستي رژيم له لوري د غزې کلابندۍ، وحشيانه بمبارۍ او روانه نسلوژنه وغندله او دا یې د بشریت پر ضد ښکاره تيری وباله.
دوی له نړیوالو اسلامي هېوادونو، سازمانونو او بشري بنسټونو وغوښتل، چې نور چوپ پاتې نهشي او د غزې د زخمونو د مرحم لپاره ژور او ژر اقدامات وکړي.
په غونډه کې دیني علماوو د شهیدانو د روح لپاره دعا وکړه او له مسلمان امت یې وغوښتل، چې د فلسطین ژغورنې لپاره یو موټی شي.