ډېر لوستل شوي

روسیه کې د یو پُل نړېدو له امله ۷ کسان مړه او ۶۹ ټپیان شول

روسي رسنیو د دغه هېواد په «بریانسک» ولایت کې پر مسافروړونکي ریل‌ګاډي د پُل نړېدو له امله ۷۶ کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو راپور ورکړی.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د شپې مهال د «بریانسک» ولایت په «فیګونیچسکي» سیمه کې شوې چې له امله یې تر دې دمه د ۷ کسانو مړینه او ۶۹ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دې پُل د نړېدو دقیق لامل نه دی ښودل شوی، خو د روسیې د اوسپنې پټلۍ شرکت د «لېږد رالېږد په عملیاتو کې ناقانونه لاسوهنه» د دې مرګونې پېښې لامل بللی دی. 

د روسي رسنیو په راپورونو کې د چارواکو په حواله ویل شوي چې د دې پېښې له امله ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او د مړو شویو کسانو د شمېر ډېرېدو اټکل شوی دی. 

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې چې دا مهال د یو ماشوم په ګډون ځینې ټپيان په نازک روغتیايي وضعیت کې دي چې ښايي د مړینې شمېر زیات شي.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د هند په ګډون د سیمې په ځینو هېوادونو کې ‎د ریل‌ګاډو د چپه‌کېدو او دېته ورته مرګونو پېښو راپورونه ورکړل شوي وو.

اړوند خبرونه