د امريکا د کولورادو ايالت په بوولډر ښار کې تېره ورځ يوه ۴۵ کلن کس د فلسطين په ملاتړ د خلکو پر يوې غونډې د اورلګونکو توکو بريد کړی، چې له امله يې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د رويټر راپور له مخې، ياده غونډه د اسراييلو يرغملو په ياد کې راټوله شوې وه، چې بريد کوونکي د بريد پر مهال “فلسطين ته ازادي ورکړئ” نارې وهلې.
د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI)چارواکي وايي، چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او په ټپيانو کې د يوه تن روغتيايي وضعيت نازک دی.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې په نړۍ کې د غزې د جګړې او د فلسطین مسئلې په تړاو احساسات ورځ تر بلې توند شوي دي.