د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطيعالحق خالص په افغانستان کې د چاپېريالي ستونزو لامل د اوږدې ورانوونکې جګړې بللې ده.
ښاغلي خالص د همکارو بنسټونو په مرسته د چاپېريالي وضعيت د ارزونې راپور د پرانيستې په مراسمو کې ټينګار کړی، چې د افغانستان چاپېريالي ستونزې د نړيوالو بنسټونو مرستو ته اړتیا لري او یاده اداره یوازې د دې ستونزو د حل وس نه لري.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سرپرست زياته کړې، چې اړوند بنسټونه دې د راپور جوړولو پر مهال مهمو ټکو ته پام وکړي او د راپور په چمتو کولو کې مسوولين بايد د اټکل له مخې نه، بلکې د مشاهدې له مخې قضاوت وکړي.