د پکتیکا امنیې قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د یاد ولایت په مرکز، ښرنه کې د غلو درې کسییزه ډله نیولې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا غله تېره شپه په مرکز، ښرنه کې له ۱۱۳ زره امریکايي ډالر او نهه میلیون پاکستانۍ کلدارو سره نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د غلو دې درې کسییزې ډلې دا پیسې د یو سوداګر له کوره غلا کړې وې.
د نیولشویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د وسلهوالو غلو د نیولکېدو راپورونه ورکړل شوي وو.