مالیې وزارت وایي چې د نیمروز په کمرګ کې د برېښنا شارټۍ له امله د اورلګېدنې د پراخېدو مخه نیول شوې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا اورلګېدنه د موټرو په تمځای کې د برېښنا د شارټۍ له امله شوې، خو د ګمرک د کارکوونکو لخوا پر وخت رسېدنه شوې او د اور د پراخېدو مخه یې نیولې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې اورلګېدنې له امله د یو میلیارد افغانیو مالي زیان اټکل هم شوی دی.
سرچینې دا هم ویلي چې د دې اورلګېدنې له پراخېدو څخه د مخنیوي په پایله کې لسګونه نور باروړونکي موټر، وسایط او تاسیسات له مالي زیان څخه ژغورل شوي دي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د بازارونو او ګمرکونو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اورلګېدنې پېښې شوې چې له امله یې وخت ناوخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.