د فاریاب ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «پشتونکوټ، دولتاباد او اندخوی» ولسوالیو کې د دریو جلا ترافیکي پېښو له امله دریو کسانو ژوند بایللی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مولوي شمسالدین محمدي رسنیو ته ویلي چې یوه پېښه په «دولتاباد» ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې یو کس مړ او ۱۷ څاروي تلف شوي دي.
د سرچینې په وینا چې په دې پېښه کې مرسدیس موټر یو کس له خپلو څارویو سره وهلی چې په پایله کې یاد کس ژوند بایللی او ۱۷ څاروي یې تلف شوي دي.
د فاریاب مسوولینو ویلي چې دویمه پېښه په «اندخوی» ولسوالۍ کې د موټر او موتورسایکل د ټکر له امله شوې چې د موتورسایکل چلوونکی پکې مړ شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو همداراز د درېیمې پېښې په تړاو لیکلي چې په «پشتونکوټ» ولسوالۍ کې د یو پاسو موټر د چپهکېدو له امله موټر چلوونکي ژوند بایللی دی.
د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.