د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې د نورستان په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې د فرضي کرښې تر څېرمه د پنځو پراختیايي پروژو چارې پرانیستل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پراختیايي پروژې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو مرستیال، مولوي محمد اسماعیل غزنوي له لوري د یاد ولایت د مرستیال والي، فیصل مختار، سیمهییزو مسوولینو او عامو خلکو په ګډون پرانیستل شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د شاوخوا ۸۹ میلیون افغانیو په لګښت د دې پروژو له ډلې د ۳۶ کیلومتره سړک ترمیم، جوړونې او همدارنګه د دوو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره د ۲۰ متره پل جوړول شامل دي.
د دغو پراختیايي پروژو د پرانیستې په غونډه کې د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي ویلي: “د دغو پروژو تطبیق نه یوازې د یادو ولسوالیو د اقتصادي ودې لپاره مهم دی، بلکې دا د اسلامي نظام له لوري خپل ولس ته د کلک هوډ او ریښتیني خدمت څرګند ثبوت هم دی.”
بلخوا د سیمې خلکو د یادو پروژو د چارو پر پیل خوښي ښودلې، خو له اسلامي امارت څخه یې د سړکونو، روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.