ډېر لوستل شوي

د پنجشیر – بدخشان سړک د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې

د پنجشیر ځانګړې لوا خبر ورکړی چې د پنجشیر – بدخشان له ۲۱۰ کیلو متره سړک څخه د ۱۴۸ کیلو متره د هوارولو او جغل ‌اچولو کارونه بشپړ شوي دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دغه ۲۱۰ کیلو متره اوږد او ۱۲ متره سور ور سړک د پنجشیر له لارې بدخشان ولایت له پلازمېنې کابل سره وصلوي. 

ویل کېږي چې د دې سړک د جوړولو چارې دا مهال د بدخشان یمګان ولسوالۍ اړوند سیمو کې روانې دي او په راتلونکو ورځو کې به تر جرم او بهارک ولسوالیو پورې ورسېږي. 

د پنجشیر د ځانګړې لوا چارواکو دغه سړک د سالنګ لارې لپاره مناسب بدیل بللی او په وینا یې چې دا لاره د بدخشان او کابل ترمنځ واټن شاوخوا ۲۳۱ کیلومتره لنډوي.

په ورته وخت کې د بدخشان اوسېدونکو د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي چې په اساسي توګه د یاد سړک د جوړولو لپاره هڅې وکړي، او په وینا یې که دا سړک قیر شي، د دوی ستونزې به په بشپړه توګه ورسره حل شي.

اړوند خبرونه