ډېر لوستل شوي

هرات کې د شاوخوا ۵٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو دوه کوچني بندونه جوړ شول

د هرات په رباط‌سنګي او کهسان ولسوالیو کې د شاوخوا ۵٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو دوه کوچني بندونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا بندونه د هرات د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د رباط‌سنګي ولسوالۍ په «دوغي قنات» او د کهسان ولسوالۍ په «تیرپل» کلیو کې جوړ شوي دي. 

د یادونې وړ ده چې دا دوه کوچني بندونه د سېلابو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو په موخه جوړ او ګټې‌اخیستنې سپارل شوي دي. 

له تېرو څو کلونو راهیسې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو او لویو بندونو د جوړولو او رغولو چارې پیل شوې چې یو شمېر یې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي او د ځینو چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.  

په هېواد کې دا ډول کوچني بندونه د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د اوبو د مهارولو لپاره ګټور بلل کېږي.

اړوند خبرونه