د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی چې د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بېلابېلو بندخونو ۱۵۵۹ بندیان ازاد او د ۹۵۰ نورو د بند موده کمه شوې ده.
د سترې محکمې د اعلامیې له مخې چې دا بندیان د یادې محکمې د رییس، شیخ عبدالحکیم حقاني په هدایت د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز ولایتونو له بندخونو ازاد شوي دي.
سترې محکمې همداراز ویلي چې د یادې محکمې د بندیانو د تشخیص کمېټو له بندیانو سره په کتنه کې د دوی جرم، د بند پاتې مودې او نورو اړوند مواردو په اړه بشپړې څېړنې کړې او وروسته د خوشېکېدو او بند مودې د کمېدو لپاره مستحق بندیان پېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم او د سترې محکمې په هدایت د تېر کوچني اختر په مناسبت هم د هېواد له بندخونو ۵ زره ۶۱۵ بندیان ازاد او یا یې د بند موده کمه شوې وه.