د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې يې د افغانستان په ګډون له ۱۲ هېوادونو امريکا ته سفر منع شوی دی.
سيبياېس شبکې د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې په دې هېوادونو کې په افغانستان سربيره ميانمار، چاد، کانګو، استوايي ګينه، اريتريا، هايټي، ايران، ليبيا، سوماليا، سوډان او يمن شامل دي.
په همدې مهال سپینې ماڼۍ بیا اعلان کړی، چې د افغانانو لپاره ځانګړې کډوالۍ ویزې له دغه فرمان څخه مستثنا شوې دي.
يادې ماڼۍ دغه راز زياته کړې، چې دغه فرمان د غبرګولي له ۱۹مې پليکېږي.