د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبايوا سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعانو او عامه اړیکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو اړتیاوو، په بهر کې د مېشتو افغانانو ستونزو، په هېواد کې د پرمختګونو، پانګونې، او د خصوصي سکتور د ودې په ګډون پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي د یوناما له مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان حکومت دې ته چمتو دی، چې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدمتونو له لارې د دوی حقوقي ستونزې هوارې کړي.
روزا ژمنه کړې، چې د افغانستان د پرمختګونو او فرصتونو پیغامونه به نړیوالو ته رسوي، او نوموړې زياته کړې، چې ملګري ملتونه نه یوازې د بشري، بلکې د انکشافي مرستو په برخه کې هم د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ناستې په پای کې د اسلامي امارت او یوناما ترمنځ د ګډ کار او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.