ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: د پوهنتونو فعالیت د ټولنې اړتیا ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون(شنبه، سلواغې ۲۸مه) د کابل او یو شمېر خصوصي پوهنتونو له استادانو او مسوولینو سره په کتنه کې د پوهنتونو فعالیت د ټولنې له اړینو اړتیاوو څخه ګڼلی دی.

مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي: ((د پوهنتونو فعالیت د ټولنې اړتیا ده او حکومت په لویه کچه د خصوصي لوړو زده کړو له ټولو بنسټونو څخه ملاتړ او په چارو کې ورته اسانتیاوي رامنځته کوي.))

له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې په لړ کې ویل شوي: بهرنیو لاسوهنو او پرلپسې ناخوالو د افغان ټولنې ګڼې برخې زیانمنې کړې. اسلامي امارت ژمن دی چې د ټولو سکټورونو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي وړاندې ویلي، د وخت په تېرېدو سره به د لوړو زده کړو برخه هم پر نویو معیارونو سمبال شي.

ورته مهال د خصوصي پوهنتونونو استادانو او مسوولینو ډاډ ورکړی چې د ټولنې له اړتیا سره سم به ګڼ ځوانانو پر لوړو زده کړو سمبالوي.

اړوند خبرونه