روسي چارواکو خبر ورکړی چې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله مسکو ته نږدې دوه هوایي ډګرونه په موقت ډول تړل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې چې په دغو بریدونو کې له نهو بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی، او مسکو د امنیت د خوندیتوب په موخه دوه هوایي ډګرونه د لنډمهال لپاره تړلي دي.
بلخوا امریکایي چارواکو ویلي چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د اوکراین دغو تازه ډرون بریدونو ته د ځواب په لټه کې دی، چې ښایي د یو کړکېچ لامل شي. امریکایي چارواکو دا اټکل هم کړی چې د روسیې بریدونه ښایي څو ورځې وروسته وشي چې له ډرون او توغندیو به پکې استفاده وشي.