د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې په تړاو د غیرمستقیمو خبرو نوی پړاو د جون په ۱۲مه نېټه د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیلېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دا خبرې د دواړو خواوو د سلا مشورو پایله بللې ده. بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران له ځوابونو نارضايتي څرګنده کړې او ځینې اسراييلي سرچینې وایي، که خبرې ناکامه شي؛ نو پر ایران به بريد وکړي.