د ايران د توغنديزو ګواښونو او د امنيتي اندېښنو له زياتوالي سره هممهاله، د امريکا متحده ايالاتو له منځنۍ ختيځ څخه د خپلو غير ضروري کارکوونکو د تخليې لړۍ پيل کړې ده.
امريکايي رسنۍ وايي، دغه هېواد له بغداد څخه د خپل سفارت يو شمېر کارکوونکي او له خليج فارس څخه د پوځي اډو د کارکوونکو کورنۍ ايستلي دي.
سرچينې زياتوي، چې دغه پرېکړه د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو د لوړپوړو چارواکو له لوري د روانو امنيتي اندېښنو له مخې شوې ده.
دا ګام چې ځينو رسنيو “غيرمعمولي اقدام” بللی، داسې مهال پورته کېږي، چې د امريکا او ايران ترمنځ د اتومي مذاکراتو مهم پړاو ته چمتووالی نيول کېږي. له بل پلوه ايران ګواښ کړی، که پر اټومي تاسيساتو يې بريد وشي، نو د امريکا پر پوځي اډو به توغندي ور وولي.