ډېر لوستل شوي

غزه کې د صهيونيست رژيم بریدونو له امله ۶۰ فلسطینیان شهيدان شوي

د صهيونيست رژيم پوځيانو د پرله‌پسې بریدونو په دوام، د غزې په مرکز او سوېلي برخو کې تېره ورځ لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان شهيدان شوي دي.

سیمه‌ییز روغتیايي چارواکي وايي، چې د نتزاریم د بشري مرستو د وېش مرکز ته څېرمه يوازې په یوه هوايي برید کې ۲۵ تنه شهیدان شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د خان یونس ناصر روغتون چارواکي وايي، چې لږ تر لږه ۱۴ تنه د اسراییلي ډزو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. راپورونه زیاتوي، چې د غزې پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو او ډزو لړۍ لا هم روانه ده، چې له امله یې د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

اړوند خبرونه