د هند لوېدیځ ښار احمد آباد نړیوال هوايي ډګر کې د ایر انډیا یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده.
د راپورونو له مخې، په یاده الوتکه کې شاوخوا ۲۵۰ تنه سپاره وو، چې د برمنګهم پر لور روانه وه.
د هند هوايي چلند اړوندې سرچینې پېښه تائيد کړې؛ خو د ایر انډیا د عملې او مسافرو د مرګژوبلې په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
دغه راز، د هندي چارواکو له لوري د الوتکې د غورځېدو لامل هم تر دې دمه نه دی څرګند شوی.
دا په دې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د هند هېواد په ګډون په يو شمېر نورو هېوادونو کې د الوتکو د لوېدو ورته پېښې رامنځته شوې دي.