ډېر لوستل شوي

دایکندي کې نږدې ۲۰ تنه د موټرونو، موبایلونو او نورو توکو د غلا په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې ۱۹ تنه د

موټرونو، مبایلونو او نورو ارزښتناکو توکو د غلا په تور نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت دا خبر نن (دوشنبه، سلواغې۳۰مه) په خپلې رسمي اېکسپاڼې خپور کړی دی.

ویل کیږي چې له دغو ۱۹ تنو څخه ۱۷ یې هغه دي چې موده وړاندې ترې ۶۵ بېلابېل اجناس کشف او ترلاسه شوي وو.

 په دغه غلاشویو اجناسو کې ۶ موټرسایکلونه، یو میل وسله، جرناټور، بټرۍ، سولر، اوبازک، دروازه، پنجره، ګاز ډبه او نور شیان شامل دي.

ورته مهال دوه تنه نور د ۱۵ مبایلونو او یو بل تن د موټرسایکل په غلا نیول شوی دی.

اړوند خبرونه