ډېر لوستل شوي

تهران د صهیونیستي رژیم اټومي مرکز په نښه کړی

ايراني رسنيو راپورنه ورکړي، چې دې هېواد په بيګاني بريدونو کې د صهيونيست رژيم  د اټومي څېړنو مرکز په نښه کړی او يو توغندی د دې رژيم د اټومي څېړنو مرکز ته نږدې په يوه سټراټيژيکه سيمه کې لګېدلی دی.

رويټرز هم راپور ورکړی، چې ايران او اسراييلو نن سهار پر يو بل هوايي بريدونه کړې او تل ابيب او بيت المقدس کې د ګواښ خبرداري ورکړل شوي او د سيمې اوسېدونکي خوندي ځايونو ته لېږل شوي دي. بايد وويل شي، چې ياد رژيم تر دې مهاله د ايران د بريدونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند خبرونه