ډېر لوستل شوي

باغدرې بند ته غځېدونکی سړک د بشپړېدو په درشل کې

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د تګاب ولسوالۍ تر باغدرې برېښنا بند پورې د ۸ کيلو مټره سړک جوړولو چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

په کاپیسا کې د اوبو او انرژۍ رياست مسوولين وايي، چې د دغه سړک جوړولو چارې څلور اوونۍ وړاندې پيل شوي وي، تر اوسه پورې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د ويلو ده، چې ياد سړک د باغدرې برېښنا بند ته د سروې تجهیزاتو د لېږد په موخه جوړېږي.

دا په داسې مهال ده، چې په هېواد کې په دې وروستيو کې د مرکز په ګډون ګڼو ولسواليو کې د سړک جوړونې چارې دوام لري.

اړوند خبرونه