د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې د روسيې استازي واسيلي نبنزيا پر ايران د صهيونيست رژيم بريدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
نوموړي ويلي، چې دغه بريدونه به سيمه يوې پراخې اټومي جګړې ته بوځي.
په همدې مهال ملګرو ملتونو کې د چين استازي فوکانګ پر ايران د اسراييلو بريدونه له سرې کرښې اوښتی عمل بللی او ټينګار يې کړی، چې بیجينګ د نښتو د پراختيا مخالف دی او د صهيونيست رژيم اقداماتو پايلو ته يې اندېښنه ښودلې ده.
دا په داسې مهال ده، چې اسراييلو تېره ورځ د ایران پر مهمو پوځي او احتمالي اټومي تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه وکړل او ایران هم د دې بریدونو غچ په توګه سلګونه توغندي پر اسراييلو توغولي دي.