ډېر لوستل شوي

دفاع وزارت: خالد بن وليد رض قول اردو منسوبین د بېړنیو مرستو په موخه نورستان ولایت ته رسېدلي

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په خپلې رسمي اېکس پاڼې پرون(دوشنبه، سلواغې ۳۰مه) شپه لیکلي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونه نورستان ولایت ته د بېړنیو مرستو په موخه رسېدلي دي.

ویل کیږي چې دا ځواکونه به ددې ولایت، نورګرام ولسوالۍ د تيتين درې اړوند نکره کلي د ځمکښویېدنې پېښې له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

ملي دفاع وزارت وړاندې لیکي: د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د عبدالله بن رواحه رض څلورمې پلې لوا زړور مسوولین او منسوبین د هیوادوالو د ژغورلو لپاره يادې سیمې ته رسېدلي دي.

دفاع وزارت څرګندوي چې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ له قربانیانو سره یې لومړني مرستې کړي دي او امنیتي ځواکونه لا هم د ورکو شویو هیوادوالو د ژغورنې هڅې کوي.

د یادونې وړ ده چې وړمه شپه د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په نکره کلي کې ځمکښویېدنه رامنځته شوې چې ۲۵ تنه هیوادوال یې شهیدان کړي او ٨ نور ټپیان دي.

اړوند خبرونه