د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د یاد ولایت په «نادرشاهکوټ» ولسوالۍ کې د ۱۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۷۷ پروژو چارې پیل شوې دي.
د دې ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په چوکاټ کې پلې کېږي او کارونه یې د نادرشاهکوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پیل شوي دي.
د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس، مولوي عنایتالرحمن جلالي ویلي چې په دې پروژو ۱۵۰ میلیون افغانۍ مصرفېږي، او په لرو پرتو سيمو کې د خلکو اساسي ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ښاغلي جلالي په وینا چې د خوست په نورو سيمو کې هم د ګڼو پروژو چارې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې د دې سیمو اوسېدونکي د دې پروژو د چارو پیل ته خوښ دي او له سرپرست حکومته د ورته پروژو د پلېکېدو غوښتنه کوي. د یادولو ده چې پروسږ کال هم د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا سل پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.